سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 114)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱۴

قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنْزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِنْكَ ۖ وَارْزُقْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ 114 ١١٤

د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته په مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نخښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې (۱۱۴)

تفسیر
نو عیسی يې غوښتنه ومنله او له الله يې په داسې ويلو وغوښتل: اې زموږ پالونکيه! پر موږ د خوړو دسترخوان راکوز کړه، مونږ به ستا د شکر په پار د خپلو نننيو ژونديو او له موږ وروسته راتلونکو لپاره د را کوزېدو ورځ اختر وګرځوو او ستا پر يووالي او د لېږل شوي پر رېښتينولۍ نښانه او دليل وي او داسې روزي راکړې چې ستا پر عبادت مو مرسته وکړي او ته اې زموږ پالونکيه غوره روزي ورکوونکی يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ