سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 115)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱۵

قَالَ اللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ ۖ فَمَنْ يَكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لَا أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ 115 ١١٥

الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه لره نازلوونكى یم، نو په تاسو كې چې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه هغه لره عذاب وركوونكى یم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته هم هغه (شان) عذاب نه وركوم (۱۱۵)

تفسیر
نو الله تعالی د عیسی –علیه السلام- دعاء قبوله کړه، او ویې ویل: زه نازلوونکی یم دې دسترخوان لره کوم چې تاسو د هغه رانازلیدل غوښتلي وو، نو چاچې کفر وکړ وروسته د نازلیدو د دې نه نو نه دې ملامتوي مګر خپل ځان، نو خامخا زه به ده لره عذاب ورکړم سخت عذاب داسې سخت چې هیچاته ما نه دی ورکړی؛ ځکه چې ده دومره غټه حیرانوونکي او عجیبه نښه ولیدله، نو د ده کفر د عناد او ضد له امله دی، او الله تعالی د دوی وعده پوره کړه نو په دوی یې دغه دسترخوان رانازل کړ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ