سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 117)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱۷

مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۚ وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنْتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ 117 ١١٧

ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم ترڅو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه په دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې (۱۱۷)

تفسیر
وویل عیسی -علیه السلام- خپل رب ته: ما نه دي ویلي خلکو ته مګر هغه چې تا یې ما ته په ویلو امر کړی و ستا د یووالي نه په عبادت باندې، او زه نګهبان وم په هغه څه چې دوی وییل تر څو چې زه د هغوی په منځ کې وم، نو هر کله چې تا زما د پاتې کیدو وخت د دوی په منځ کې ختم کړ زما په اوچتولو سره اسمان ته ژوندی نو وې ای ربه ته نګهبان د دوی په عملونو، او یقینا ته په هر شي باندې حاضر او خبردار یې، هیڅ شی ستا نه نشې پټیدلی، نو په تا باندې پټ ندي هغه څه چې ما هغوی ته ویلي، او هغه څه چې هغوی زما څخه وروسته ویلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ