سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَنْ يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 11 ١١

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي (۱۱)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې هغه نعمتونه چې الله تعالی په تاسو باندې کړي د امن څخه او د غورځولو د ویرې نه په زړونو د دښمنانو ستاسو کې کله چې هغوی دا قصد کړی و چې خپل لاسونه تاسو ته رااوږده کړي د دې لپاره چې په تاسو حمله وکړي او تاسو له منځه یوسي، نو پس الله تعالی واړول هغوی ستاسو څخه او تاسو یې د هغوی څخه بچ کړئ، نو وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او خاص یوازې په الله تعالی دې باور وکړي مومنان په حاصلولو د خپلو دینې او دنیوي مصلحتونو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ