یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه (الله) چې څه وغواړي پیدا كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۱۷)
تفسیر
بیشکه کفر کړی و هغو کسانو چې ویلي وو د نصاراو څخه چې بیشکه الله تعالی مسیح عیسی بن مریم دی، ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: څوک دا طاقت لري چې د الله تعالی مخنیوی وکړي د هلاکولو (مړه کولو) د مسیح عیسی بن مریم نه او د هلاکولو (مړه کولو) د مور د هغه نه، او د دې نه چې هلاک کړي ټول هغه څوک چې په دنیا کې دي کله چې الله تعالی اراده د هلاکولو د دوی وکړي؟! او کله چې هیڅ یو کس دا طاقت نه لري چې الله تعالی بند کړي د دې څخه نو دا په دې خبره دلالت کوي چې نشته دی لایق د عبادت په حق سره مګر الله تعالی دی، او یقینا ټول شیان: عیسی بن مریم او د هغه مور او ټول خلک دا د الله تعالی مخلوق دي، او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې او د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځه دي، پیدا کوي څه چې الله تعالی وغواړي، او بعضې د هغه نه چې غوښتلی یې دی پیدایش د هغه: عیسی –علیه السلام- دی؛ نو هغه یې بنده او رسول دی، او الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.