سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۲۰

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا وَآتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ 20 ٢٠

او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه و وركړي (۲۰)

تفسیر
او یاد کړه –ای پیغمبره-! کله چې وویل موسی –علیه السلام- خپل قوم بني اسرائیلو ته: ای زما قومه! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې کله چې یې وګرځول په تاسو کې پیغمبران چې تاسو يې سمې لارې ته رابللئ، او ویې ګرځولۍ تاسو بادشاهان چې تاسو واک او اختیار لرئ د خپلو ځانونو وروسته د هغه نه چې تاسو غلامان وئ، او دريې کړل د خپلو نعمتونو څخه هغه چې نه یې دي ورکړي هیچ چاته د خلکو نه ستاسو په وخت کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ