سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 21)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۲۱
يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ
اى زما قومه! تاسو هغه پاكې ځمكي ته داخل شئ چې الله تاسو لپاره لیكلې ده او په خپلو شاګانو بېرته مه ګرځئ (ګنې) نو تاوانیان به شئ (۲۱)
تفسیر
وویل موسی –علیه السلام- ای زما قومه! تاسو ننوځئ پاکې ځمکې ته: (بیت المقدس او د هغې چارچاپیره) هغه چې الله تعالی یې تاسو سره وعده کړې د ننوتلو او په جنګ کولو د هغه چا سره چې په دې کې دي له کافرانو څخه، او ماتې مه خورئ د زورورو ظالمانو په وړاندې،(که داسې وشول) نو شي به انجام ستاسو تاوان په دنیا او اخرت کې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: