سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 22)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۲۲
قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا حَتَّىٰ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ
دوى وویل: اى موسٰی! بېشكه په دغې (پاكې ځمكه) كې ډېر زورور خلق دي او بېشكه مونږ به كله هم دغې ته داخل نشو ترهغه پورې چې دوى د هغې نه ووځي، نو كه دوى د هغې نه ووتل، نو بېشكه مونږ (هغې ته) ننوتونكي یو (۲۲)
تفسیر
وویل دې ته خپل قوم: ای موسی! بیشکه په دغه پاکه خاوره کې داسې یو قوم دی چې خاوند د طاقت دی او خاوند د سختې جګړی دی، او دا هغه څه دي چې مونږ بندوي د ننوتلو نه دې ځمکې ته، نو مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ځمکې ته تر څو چې دا خلک دلته وي؛ ځکه چې نشته مونږ لره وسه او څه طاقت د دوی په جنګ کولو، نو که چیرته دوی د دې ځمکې څخه ووتل نو مونږ به په دغه وخت کې د ننوتونکو څخه یو دې ځمکې ته.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: