سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۲۵

قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ 25 ٢٥

وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله (۲۵)

تفسیر
وویل موسی –علیه السلام- خپل رب ته: ای زما ربه! زما هیڅ زور او طاقت (اختیار) نشته په هیچ چا باندې مګر په خپل ځان او په خپل ورور هارون باندې، نو ای ربه ته جدايې راوله زمونږ او د هغه قوم ترمنځ چې ستا او ستا د پیغمبر د تابعدارۍ څخه وتلی دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ