سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 26)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۲۶
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه (۲۶)
تفسیر
وویل الله تعالی خپل پیغمبر موسی –علیه السلام- ته: بیشکه الله تعالی حرام کړي ننوتل دې پاکې خاورې ته په بنی اسرایلو باندې د څلویښت کالو په اندازه، په دې موده کې به دوی په صحرا کې ورک وي حیران به وي لاره به نه شي موندلی، نو ته مه خپه کیږه –ای موسی- په هغه قوم باندې چې وتونکی وي د الله تعالی له تابعدارۍ څخه، ځکه هغوی ته چې کومه سزا رسیږي هغه د هغوی د ګناهونو په وجه ده.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: