سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 39)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۳۹
فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۳۹)
تفسیر
نو پس چاچې توبه وویستله الله تعالی ته د خپلې غلا څخه، او برابر یې کړ خپل عمل، نو بیشکه الله تعالی رجوع د رحمت کوي په ده باندې د خپلې مهربانۍ له مخې؛ دا ځکه چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی د ګناهونو د خپلو هغو بندګانو چې توبه یې ویستلې وي، رحم کوونکی دی په هغوی، لیکن د هغوی څخه حد نه کوزیږي په توبې سره کله چې خبره واکدار ته ورسیږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: