سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴

يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ ۖ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۙ وَمَا عَلَّمْتُمْ مِنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللَّهُ ۖ فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 4 ٤

دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړې وي، چې ښكاري جوړونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو په هغه د الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر ژر حساب كووونكى دى (۴)

تفسیر
تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- ستا ملګري چې الله تعالی دوی لره د څه شي خوراک جایز کړی؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه حلال کړي الله تعالی تاسو ته ټول هغه شیان چې پاک وي د خوراکونو څخه، او جایز کړی یې دی هغه چې ښکار کړی وي هغه ښکاري چې ښودنه ورته شوي وي د داړو والاو څخه لکه سپي او پړانګان، او د پنجو والا لکه باښې، تاسو ورته ښکار ښایئ د هغه نه چې الله تعالی په تاسو احسان کړي چې هغه پوهه ده په طریقو د ښکار سره، تر دې چې داسې شي چې امر ورته وکړي خبره مني، او چې منعه يې کړي منعه کیږي، نو خورئ د هغه څه نه چې نیولی یې وي د ښکار څخه اګر که مړ کړی یې هم وي، او یادوئ نوم د الله تعالی د هغه د لیږلو په وخت کې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه امرونو، او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی عملونو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ