سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 52)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۵۲
فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰ أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ ۚ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ
نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې (۵۲)
تفسیر
نو ته به ووینې -ای پیغمبره- منافقان د کمزوري ایمان والا ځغلي به دوستانې د یهودو او نصاراو ته داسې به وایې: مونږ ویریږو د دې نه چې دوی به کامیاب شي، او د دوی غلبه به شي؛ نو مونږ ته به بیا د دوی څخه څه ضرر راورسیږي، نو نژدې ده چې الله تعالی به ورکړي کامیابي (بری) خپل پیغمبر او مومنانو ته، او یا به راتګ وکړي په یو بل حکم سره د خپل طرفه چې په هغه سره به د یهودیانو او د هغوی د دوستانو حمله او غلبه دفع شي، نو وبه ګرځي هغه جلتي کوونکي د دوی دوستانې ته پښیمانه په هغه نفاق چې په خپلو زړونو کې یې پټ کړی و؛ د وجې د باطلیدو د هغه کمزوري سبب نه چې دوی ورپسې نښتي وو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: