سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۵۷

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 57 ٥٧

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه كسان دوستان مه جوړوئ چې ستاسو دین يې ټوقې او لوبې ګرځولى دى، له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او مه كفار (دوستان جوړوئ) او له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ (۵۷)

تفسیر
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! مه نیسئ هغو کسانو لره چې مسخرې کوي ستاسو په دین پورې، او لوبې پرې کوي د هغه کسانو نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو نه د یهودو او نصاراوو او مشرکانو نه حلیفان او خاص دوستان، او وویریږئ د الله تعالی څخه په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړی یاست د دوستۍ د هغوی نه که چیرته تاسو په هغه باندې ایمان لرونکي یاست، او په هغه څه باندې چې په تاسو یې رانازل کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ