سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۰

قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِنْدَ اللَّهِ ۚ مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَٰئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ 60 ٦٠

ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي (۶۰)

تفسیر
اې رسوله ووايه! آيا پر هغه څه خبر درنه کړم چې تر هغوی زيات د عيب والا او تر دغو د سختې سزا والا دي، پرته له شکه هغوی يې پخواني دي، چې الله له خپلې لورېينې لېرې کړي دي او پر هغوی يې غضب کړی دی او له مسخې وروسته يې بېزوګان او خوګان ګرځولي دي او ځينې يې ترې د طاغوت لمانځونکي ګرځولي دي، او طاغوت هر هغه څه ته ويل کيږي چې له الله پرته په خوښۍ لمانځل کيږي، دغه يادشوي کسان به د قيامت په ورځ د بدې مرتبې والا او له نېغې لارې څخه تر ټولو زیاته ګمراه کوونکي هڅه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ