سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۵

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَاهُمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ 65 ٦٥

او كه یقینًا اهل كتابو ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى (، نو) لازمًا به مونږه له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي وى او خامخا به مونږه دوى د نعمتونو جنتونو ته داخل كړي وو۔ (۶۵)

تفسیر
او که چیرته یهودو او نصارو ایمان راوړی وي په هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی، او ویریدلی وي د الله تعالی څخه په ځان ساتلو د ګناهونو نه، نو خامخا مونږ به لرې کړی وی د دوی نه هغه ګناهونه چې دوی کړي او اګر که ډیر دي، او خامخا مونږ به داخل کړی وی دوی د قیامت په ورځ جنتونو د نعمتونو ته، دوی به په هغې کې مزې او خوندونه اخیستلی د داسې نعمتونو نه چې نه به ختمیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ