سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۶

وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ ۚ مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ 66 ٦٦

او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (، نو) خامخا دوى به خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځ لارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي (۶۶)

تفسیر
او که چیرته یهودیانو عمل کړی وی په هغه څه چې په تورات کې دي، او نصاراو عمل کړی وی په هغه څه چې په انجیل کې دي، او دوی ټولو عمل کړی وی په هغه څه چې په دوی باندې نازل شوي د قران کریم څخه -نو خامخا ما به اسان کړی وی دوی ته د رزق سببونه او لارې د راورولو د بارانونو نه او د زرغونولو د ځمکې نه، او د اهل کتابو نه بعضې درمیانه په حق باندې ثابت خلک شته، او ډیر د دوی نه چې دي بد دی عمل د هغوی د ایمان د نه لرلو د وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ