سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۷

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ ۖ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ۚ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ 67 ٦٧

اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي (۶۷)

تفسیر
ای پیغمبره! خبر کړه خلک په هغه څه چې نازل شوي تاته ستا د رب له طرفه پوره پوره، او د هغه نه هیڅ شي هم مه پټوه، نو که تا د هغه نه څه شی پټ کړل نو یقینا ته بیا نه ئې پیغام رسوونکی ستا د رب (او بیشکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسولي ټول هغه څه چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، نو څوک چې د دې برعکس ګمان کوي نو یقینا دې کس په الله تعالی غټ دروغ وویل)، او الله تعالی تا ساتي د خلکو نه وروسته د دې ورځې نه، نو تاته په بدې در رسیدل نشي کولی، نو په تا نشته مګر رسول د دین، او الله تعالی توفیق نه ورکوي هدایت طرف ته کافرانو لره هغه کسان چې هدایت نه غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ