سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۰

لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا ۖ كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ 70 ٧٠

خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (، نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله (۷۰)

تفسیر
له بني اسرائيلو څخه مو د اورېدنې او پيروۍ په اړه ټینګې ژمنې واخېستې او هغوی ته مو رسولان ور ولېږل ترڅو د الله شريعت ورته ورسوي، خو هغوی هغه ژمنه ماته کړه چې ورڅخه اخیستل شوې وه، او د هغه څه پیروي یې وکړه چې د هغوی نفسونو غوښتل - لکه - له هغه څه څخه مخنیوی چې پیغمبرانو ورته راوړي وو، او ځینې - پیغمبران - یې درواغجن وګڼل او ځینې نور یې ووژل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ