سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۳

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ ۘ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۚ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 73 ٧٣

خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي (۷۳)

تفسیر
بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي: چې بیشکه الله تعالی د دریو نه جوړ دی، چې هغوی دا دي: پلار او زوی، او روح القدس، اوچت دی الله تعالی د دوی د دې خبرې نه په ډیر اوچتوالي سره، نو ندی الله تعالی څو دانې، بلکې هغه یو ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او که دوی د خپلې دې بدی وینا څخه بند نه شول نو خامخا وبه رسیږي دوی ته عذاب دردناک.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ