سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۵

مَا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ ۗ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ 75 ٧٥

نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو۔، ته وګوره مونږه څنګه دوى ته ایتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي (۷۵)

تفسیر
نه دی مسیح بن مریم مګر یو پیغمبر د نورو پیغمبرانو له ډلې نه، راځې په دې باندې هغه څه چې نورو پیغمبرانو ته راځې د مرګ نه، او مور د هغه مریم –علیها السلام- ډیره رشتیا ویونکې او تصدیق کوونکې وه، او دا دواړه خواړه هم خوري د وجې د حاجت د دوی نه دې خوراک ته، نو څرنګه دا دواړه لایق د بندګۍ کیدلی شي سره د حاجت د دوی نه خوراک ته؟! نو ته وګوره –ای پیغمبره- په غور کتلو سره: څرنګه مونږ دوی ته په وحدانیت باندې ښکاره آیاتونه بیانوو، او په باطلوالي د هغه څه چې دوی پکې دي د زیاتی کولو نه په نسبت کولو د الوهیت پغیر د الله جلاله څخه بل چاته، او دوی سره د دې بیا هم لدې ایاتونو نه انکار کوي، بیا یو ځل وګوره په کتلو د غور او سوچ سره: څرنګه دوی اړولی شي د حق نه په اړولو؛ سره د دې ښکاره آیاتونو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ