سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 77)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۷

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِنْ قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ 77 ٧٧

ته (ورته) ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې ناحقه زیاتى مه كوئ او د هغه قوم د خواهشاتو پیروي مه كوئ چې له دې نه مخكې ګمراه شوي دي او هغوى ډېر خلق ګمراه كړي دي او له نېغې لارې نه بې لارې شوي دي (۷۷)

تفسیر
ته ووایه –ای پیغمبره- نصاراو ته: تاسو د خپل حد څخه مه تیریږئ په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر شوی دی د تابعدارۍ د حق نه، او تاسو زیاتی مه کوئ په احترام او عزت د هغه څه کې چې تاسو ته د هغه په احترام کولو امر شوی –لکه: پیغمبران- داسې چې تاسو د هغوی باره کې د الوهیت عقیده ولرئ لکه د عیسی علیه السلام باره کې چې مو عقیده ده، په سبب د تابعدارۍ ستاسو خپلو ګمراهو مشرانو لره هغه چې ډیر خلک يې ګمراهان کړي، او په خپله هم دحق د لارې نه بی لاری شوي وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ