سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۸

لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ 78 ٧٨

په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل (۷۸)

تفسیر
الله تعالی خبر ورکوي چې بیشکه هغه د بنی اسرایلو کافران د خپل رحمت څخه شړلي په هغه کتاب کې چې رالیږلی يې دی په داود –علیه السلام- چې هغه زبور دی، او په هغه کتاب کې چې رالیږلی يې دی په عیسی بن مریم باندې چې هغه انجیل دی، دا شړل د رحمت نه په سبب د هغو ګناهونو دي چې دوی کړي او د هغه تیري په وجه چې دوی د الله تعالی په حرماتو (د عزت والا شیانو) باندې کړی وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ