او تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو باندې شوي دي او د هغه هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى (۷)
تفسیر
او یاد کړئ نعمت د الله تعالی په تاسو باندې په هدایت کولو سره د اسلام طرف ته، او یاد کړئ لوظ د الله تعالی هغه چې ستاسو سره یې کړی و کله چې تاسو وویل په وخت د بیعت کولو د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم – سره په غاړه کیښودلو او په تابعدارۍ کولو په اسانتیا او تکلیف کې: مونږ ستا وینا واوریدله او ستا د حکم تابعدارې مو وکړه، او وویریږئ له الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو –او د هغه څخه د هغه لوظونه دي- او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په زړونو کې دي، نو هیڅ شي پرې پټ نشې پاتی کیدلی.