سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 82)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۸۲

لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ 82 ٨٢

خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي (۸۲)

تفسیر
ته به ومومې -ای پیغمبره- ډیر زیات د خلکو نه دښمني کوونکي د هغه چا سره چې په تا يې ایمان راوړی، او د ښمني کوونکي هغه دین سره چې تا پرې راتګ کړی یهودیان؛ د وجې د هغه حسد او کینې او تکبر نه چې هغوی پکې دي، او بندګې کوونکي بتانو لره، او نور د هغه چا نه چې په الله تعالی یې شرک کړی، او خامخا ته به ومومې نزدې د دوی نه مینه کوونکي د هغه چا سره چې ایمان يې راوړی په تا باندې، او په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی هغه کسان چې وايې دوی خپلو ځانونو باره کې: چې دوی نصارا دي، او وجه د نزدیوالي د دوی په دوستۍ کې دې مومنانو سره دا ده چې په دوی کې علماء او عابدان شته دی، او ځکه چې دوی تواضع کوونکي دي، نه دي لویې کوونکي؛ ځکه چې د لویې کوونکي سړي زړه ته خیر نه رسیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ