Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 82 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 82 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ 82
ترجمه:
خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي المائده ۵:۸۲
تفسیر:
ته به ومومې -ای پیغمبره- ډیر زیات د خلکو نه دښمني کوونکي د هغه چا سره چې په تا يې ایمان راوړی، او د ښمني کوونکي هغه دین سره چې تا پرې راتګ کړی یهودیان؛ د وجې د هغه حسد او کینې او تکبر نه چې هغوی پکې دي، او بندګې کوونکي بتانو لره، او نور د هغه چا نه چې په الله تعالی یې شرک کړی، او خامخا ته به ومومې نزدې د دوی نه مینه کوونکي د هغه چا سره چې ایمان يې راوړی په تا باندې، او په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی هغه کسان چې وايې دوی خپلو ځانونو باره کې: چې دوی نصارا دي، او وجه د نزدیوالي د دوی په دوستۍ کې دې مومنانو سره دا ده چې په دوی کې علماء او عابدان شته دی، او ځکه چې دوی تواضع کوونکي دي، نه دي لویې کوونکي؛ ځکه چې د لویې کوونکي سړي زړه ته خیر نه رسیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 81 راتلونکې المائده • آیت 83