Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 83 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَىٰ أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ ۖ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ 83
ترجمه:
اوكله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې له اوښكو به بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه المائده ۵:۸۳
تفسیر:
او دا خلک لکه –نجاشي او د هغه ملګري- زړونه یې نرم دي، هغه داسې چې دوی ژاړي د خشوع له وجې نه په وخت د اوریدلو د هغه څه چې نازل شوي د قران کریم نه کله چې دوی پوه شول چې یقینا دا حق دی؛ د وجې د پوهې د دوی نه په هغه څه چې عیسی –علیه السلام- پرې راتګ کړی، وایې دوی: ای ربه زمونږه! مونږ ایمان راوړی په هغه څه چې تا رالیږلي په خپل پیغمبر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې، نو ته ولیکه مونږه –ای ربه-! د محمد –صلی الله علیه وسلم- د امت سره هغه چې دلیل به وي په ټولو خلکو باندې د قیامت په ورځ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 82 راتلونکې المائده • آیت 84