سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 83)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۸۳
وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَىٰ أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ ۖ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ
اوكله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې له اوښكو به بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه (۸۳)
تفسیر
او دا خلک لکه –نجاشي او د هغه ملګري- زړونه یې نرم دي، هغه داسې چې دوی ژاړي د خشوع له وجې نه په وخت د اوریدلو د هغه څه چې نازل شوي د قران کریم نه کله چې دوی پوه شول چې یقینا دا حق دی؛ د وجې د پوهې د دوی نه په هغه څه چې عیسی –علیه السلام- پرې راتګ کړی، وایې دوی: ای ربه زمونږه! مونږ ایمان راوړی په هغه څه چې تا رالیږلي په خپل پیغمبر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې، نو ته ولیکه مونږه –ای ربه-! د محمد –صلی الله علیه وسلم- د امت سره هغه چې دلیل به وي په ټولو خلکو باندې د قیامت په ورځ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: