سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۸۶

وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ 86 ٨٦

او هغه كسان چې كافر شوي دي او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري (دوزخيان) دي (۸۶)

تفسیر
او هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او نسبت د دروغو يي کړی د الله تعالی آیتونو ته هغه چې په خپل پیغمبر يي نازل کړي، دغه کسان همیشه د لمبو والا اور کې دي، هیڅکله به د دې نه نه راوځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ