اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه پاكیزه څیزونه مه حراموئ چې ستاسو لپاره الله حلال كړي دي او له حد نه مه تېرېږئ، بېشكه الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي (۸۷)
تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! تاسو په ځان مه حراموئ خوندور حلال شیان د خوراکونو او څښاکونو او د نکاح څخه، تاسو يي په ځان باندې د دنیا نه د بې رغبتۍ او بندګۍ له وجې مه حراموئ، او تاسو مه تیریږئ د پولو د هغه څه نه چې الله تعالی په تاسو حرام کړي، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د هغه د پولو نه، بلکې بغض ورسره کوي.