او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ (۸۸)
تفسیر
او خورئ د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د خپل رزق نه پداسې حال کې چې حلال او پاک وي، نه دا چې حرام وي لکه په زوره اخیستل شوی وي او یا يي عقل بد ګڼي، او وویریږئ د الله تعالی نه په عملي کولو سره د هغه حکمونو لره او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، نو الله؛ هغه ذات دی چې تاسو پرې ایمان لرئ، او ستاسو ایمان لرل په هغه باندې په تاسو لازموي چې د هغه نه وویریږئ.