اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! الله به خامخا لازمًا تاسو په یو شي سره ازمايي چې له ښكاره به وي، چې ستاسو لاسونه او ستاسو نېزې به هغه ته رسېږي، د دې لپاره چې الله معلوم كړي هغه چا لره چې له هغه نه په نا لېدلو وېرېږي، نو چا چې له دې نه بعد زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۹۴)
تفسیر
ای د ایمان والاو! خامخا به الله تعالی تاسې په سخت امتحان کې واچوي پدې سره چې د وچې ښکار به درته رامخې ته کړي پداسې حال کې چې تاسو په احرام کې یاست، دومره به یې درته اسانه کړي چې واړه حیوانات به په لاس راونیولی شئ او غت به په نیزو ښکار کړی شئ، دا ددې لپاره چې الله وګوري - په هغه علم سره چې ښکاره د بندګانو په لیدلو د هغوی سره پرې حساب کتاب وکړي - چې څوک ورڅخه په پټه ویریږي په الله له پوره ایمان درلودلو سره ، نو ښکار پریږدئ د هغه د پيدا کوونکي له ویرې؛ هغه ذات چې د ده له کړنو هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، نو څوک چې له حد نه واوښت ، او د احرام په حالت کې یې ښکار وکړ د حج او یا عمرې پر مهال، نو د قیامت په ورځ به دردوونکی عذاب ورورسیږي، ځکه هغه کار یې کړی چې الله ورڅخه منع کړی و.