سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 95)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۹۵

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ ۚ وَمَنْ قَتَلَهُ مِنْكُمْ مُتَعَمِّدًا فَجَزَاءٌ مِثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَوْ عَدْلُ ذَٰلِكَ صِيَامًا لِيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ ۗ عَفَا اللَّهُ عَمَّا سَلَفَ ۚ وَمَنْ عَادَ فَيَنْتَقِمُ اللَّهُ مِنْهُ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ 95 ٩٥

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ، او په تاسو كې چې چا هغه قصدًا قتل كړ، نو (په هغه) جزا (لازمه) ده د هغه څاروي په مثل (څاروى) چې ده وژلى دى، په تاسو كې دوه عدل والا كسان به د دې فیصله كوي، چې كعبې ته رسېدونكې قرباني به وي، یا (د ده په ذمه) كفاره ده چې مسكینانو ته خوراك وركول دي، یا د دې په برابر روژې نیول دي، د دې لپاره چې د خپل كار سزا وڅكي، الله د هغه څه معافي كړې ده چې مخكې تېر شوي دي او څوك چې بیا راوګرځي، نو الله به له هغه نه انتقام واخلي او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى (۹۵)

تفسیر
ای د ایمان والاو! تاسو مه وژنئ د صحرا ښکار لره په داسې حال کې چې تاسو محرمان یاست (قصد مو کړی وي) د حج یا عمرې، او چا چې ووژلو دې لره ستاسو نه په قصد سره نو په دې باندې بدله ده برابر د هغه ښکار چې ده قتل کړی وي د اوښ یا غوا او یا ګډې نه، فیصله به کوي پدې باندې دوه سړي چې صفت يې شوی وي په عدالت سره د مسلمانانو ترمنځ، او هغه چې دې دواړو پرې فیصله وکړه کیږي به پرې هغه څه چې کیږي په هدي باندې د لیږلو نه مکې ته او حلالول د هغې په حرم کې، او یا قیمت د دې د خوراک چې ورکولی به شي د حرم غریبانو ته، هر یو غریب ته به نیمه پیمانه (نیم صاع) ورکول کیږي، او یا به یوه ورځ روژه نیسي د هرې نیمې پیمانې مقابل کې د خوراک نه، دا ټول د دې لپاره چې (د احرام په حالت کې) د ښکار وژونکی وڅکي انجام د هغه کار چې ده پرې اقدام کړی د وژلو د ښکار نه. بخښنه کړي الله تعالی د هغه نه چې تیر شوي د وژلو د ښکار د حرم نه او د وژلو د احرام تړونکي سړي د وچې ښکار لره مخکې د حراموالي نه، او څوک چې بیرته راوګرځیده دې ته وروسته د حراموالي نه بدله به واخلي الله تعالی د دېه نه داسې چې په دې به ورله عذاب ورکړي، او الله تعالی قوي او ډیر زورور دی، او د هغه د قوت نه دا ده چې هغه بدله اخلي د هغه چا نه چې نافرماني يې ورڅخه کړی وي که چیرته يې خوښه شي، نه شې بندولی ده لره هیڅ بندوونکی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ