سوره النجم (ستوری) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




53 النجم(النجم)، آیت ۳۱

وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى 31 ٣١

او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده (۳۱)

تفسیر
او د ملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې د کوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ