سوره الواقعة (حادثه) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




56 الواقعة(الواقعة)، آیت ۷۰

لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ 70 ٧٠

كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ! (۷۰)

تفسیر
که موږ د دغو اوبو سخت ترېووالی غوښتی چې د څښلو او بل ته د ورکولو ګټه نه ترې پورته کېدلای هرومرو به مو سخته تروې ګرځولې وای، نو ولې د هغو پر خوږو اورولو د الله شکر نه باسئ چې پر تاسو يوه لورېينه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ