سوره الحدید (وسپنه) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۱۴

يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَلَٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّىٰ جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ 14 ١٤

دوى به دغو (مومنانو) ته اواز وكړي: ایا مونږ له تاسو سره نه وو؟ نو دوى (مومنان) به ووايي: ولې نه! او لېكن تاسو خپل ځانونه په فتنه كې اچولي وو او تاسو انتظار كاوه او شك مو كاوه او (خپلو) ارزوګانو دوكه كړي (تېرایستلي) وئ، تر هغه پورې چې د الله امر راغى او تاسو د الله په باره كې ډېر دوكه كوونكي دوكه كړي وئ (۱۴)

تفسیر
منافقان به مؤمنانو ته په دې ويلو ور چېغې کړي آيا موږ ستاسو سره پر اسلام او پيروۍ نه وو؟ مؤمنان به ورته ووايي: ولې نه، تاسو زموږ سره واست، خو ځانونه مو د نفاق په فتنه کې اخته کړل، نو تباه مو کړل او د مؤمنانو په اړه مو انتظار درلود چې که مغلوبه شي؛ نو تاسې به خپل کفر ښکاره کړئ او د الله له لوري د مؤمنانو په مرسته او له مرګ وروسته په بېرته را ژوندي کېدو کې مو شک کولو، او د درواغو هيلو دوکه کړي واست، تردې چې مرګ درته راغی او تاسې پر همدغه حالت واست، او د الله په اړه شيطان دوکه کړي وئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ