سوره الحدید (وسپنه) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۱۹

وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُولَٰئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ ۖ وَالشُّهَدَاءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ 19 ١٩

او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى همدغه كسان ډېر رښتني دي او د خپل رب په وړاندې شاهدان دي۔، د دوى لپاره د دوى اجر او د دوى رڼا ده او هغه كسان چې كافران شوي او زمونږ ایتونو ته يې دروغ ویلي دي۔؛ دغه كسان د دوزخ ملګري دي (۱۹)

تفسیر
او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې پرته د هغوی ترمنځ له توپيره ايمان راوړی، همدوی رېښتيني دي، او د خپل پالونکي په وړاندې يې شاهدان دي هغوی لره يې عزتمنه بدله ده چې ور لره چمتو کړل شوې ده، او هغوی لره يې داسې رڼايي ده چې د هغوي مخې ته او ښي لورې ته به د قيامت په ورځ ځغلي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، او زموږ پر رسولانو نازل کړل شوي زموږ آیتونه يې درواغ ګڼلي دي همدوی دوزخيان دي، د قيامت په ورځ به ور ننوزي تل به پکې وي، نه به ترې وزي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ