سوره الحدید (وسپنه) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۲۲

مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ 22 ٢٢

نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده (۲۲)

تفسیر
او خلکو ته په ځمکه کې کوم د وچکالۍ يا بل مصيبت نه دی رسېدلی، او نه هغوی ته يې په ځانونو کې کوم مصيبت رسېدلی مګر دا چې هغه په لوح محفوظ کې لا مخکې له دې ثابت دی چې موږ يې پيداکړ، پرته له شکه دغه کار الله ته آسانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ