لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا ۖ فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ
بیا مونږ د دوى د قدمونو په اثارو پسې خپل رسولان راولېږل او ورپسې مو راوست عیسٰى زوى د مریمې او مونږ ده ته انجیل وركړى و۔ او مونږ د ده د پېروي كوونكو په زړونو كې نرمي او مهرباني كول ایښي وو او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) رعایت ونه كړ، حق رعایت، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو (۲۷)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ