د دې لپاره چې اهل كتاب (په دې) ښه پوه شي چې دوى د الله له فضله په هېڅ شي باندې قادر نه دي او دا چې بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى (۲۹)
تفسیر
او پرته له شکه تاسو لره مو خپله لويه پېرزوينه بيان کړه په هغه څو برابره بدله چې تاسو ته مو چمتو کړې ده اې مؤمنانو! ترڅو له يهودانو او نصاراوو پخواني د کتاب څښتنان پوه شي چې هغوی د الله له پېرزوينې په هيڅ هم توان نه لري داسې چې چاته وغواړي ور يې کړي او چاته چې وغواړي ترې ايساره يې کړي، او د دې لپاره چې هغوی پوه شي چې پېرزوينه د الله پاک په لاس کې ده له بندګانو يې چې چاته خوښه شي ورکوي يې، او الله د لويې پېرزوينې څښتن دی چې له بندګانو يې چاته وغواړي پرې ځانګړی کوي يې.