سوره الحدید (وسپنه) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۳

هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 3 ٣

هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى (۳)

تفسیر
هغه داسې لومړنی دی چې تر هغه مخکې هيڅ هم نه و، او هغه داسې وروستی دی چې تر هغه وروسته به هيڅ هم نه وي، او هغه داسې ښکاره دی چې تر هغه پورته هيڅ هم نشته، او داسې پټ دی چې تر هغه اخوا هيڅ هم نشته[مخې ته یې پرده نشته]، او هغه پر هرڅه ښه پوه دی، چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ