سوره الحدید (وسپنه) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۷

آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنْفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ ۖ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَأَنْفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ 7 ٧

(اى خلقو! تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ۔، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى (۷)

تفسیر
پر الله ايمان راوړئ، او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او له هغه ماله لګښت کوئ چې الله تاسو پکې ځای ناستي ګرځولي ياست، په هغو کې داسې تصرف کوئ چې څنګه يې درته روا کړی دی؛ نو له تاسې چې چا پر الله ايما راوړ، او د الله په لار کې يې خپل مالونه ولګول، هغوی لره د هغه په وړاندې لويه بدله ده، چې هغه جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ