سوره الحدید (وسپنه) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۸

وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۙ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَاقَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 8 ٨

او تاسو ته څه عذر دى چې په الله ایمان نه راوړئ، حال دا چې (د الله) رسول تاسو ته بلنه دركوي دې ته چې تاسو په خپل رب ایمان راوړئ او یقینًا هغه (الله له تاسو نه) ستاسو پخه وعده اخيستې ده۔، كه چېرې تاسو مومنان یئ (۸)

تفسیر
او کوم څه تاسو پر الله له ايمان رواړلو ايساروي؟! حال داچې رسول مو الله ته په دې هيله را بولي چې پر خپل پاک پالونکي مو ايمان راوړی، او الله له تاسو ټينګه ژمنه اخېستې ده چې ايمان به راوړئ کله يې چې تاسو د خپلو پلرونو له ملاوو څخه را اېستلی، که چېرې تاسې مؤمنان ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ