سوره المجادلة (شخړه کوونکې) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




58 المجادلة(المجادلة)، آیت ۱۴

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 14 ١٤

ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې له داسې قوم سره دوستي كوي چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى۔، دغه كسان (منافقان) نه ستاسو څخه دي او نه له هغوى (كافرانو) څخه دي او دوى په دروغو باندې قسمونه خوري، حال دا چې دوى پوهېږي (۱۴)

تفسیر
اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله د هغوی د کفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ