سوره المجادلة (شخړه کوونکې) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




58 المجادلة(المجادلة)، آیت ۵

إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ كُبِتُوا كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ 5 ٥

بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دوى به هلاك كړى شي، لكه چې هلاك كړى شوي وو هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو۔ او یقینًا مونږ ډېرې روښانه نښې (او دلايل) نازلې كړې دي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى (۵)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، خوار او ذليل کړل شوي دي لکه څنګه چې له پخوانيو امتونو څخه هغه کسان خوار او ذليل کړل شوي وو، چې له الله سره يې دښمني کړې وه، او پرته له شکه موږ څرګند ايتونه را نازل کړي دي، او پر الله، د هغه پر رسول او ايتونو کفر کوونکو لپاره سپکوونکې سزا ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ