سوره المجادلة (شخړه کوونکې) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




58 المجادلة(المجادلة)، آیت ۹

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ 9 ٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو په خپل مینځ كې پټې خبرې (او مشورې)، كوئ، نو دګناه كولو او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله یو له بله سره پټې مشورې مه كوئ او د نیكۍ او تقویٰ په هكله یو له بل سره پټې مشورې كوئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ (۹)

تفسیر
اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو د يهودو غوندې نه شئ، د هغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې د الله پيروي، د هغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ