سوره الحشر (راټولونه) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۰

وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ 10 ١٠

او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي۔؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې (۱۰)

تفسیر
او هغه کسان چې له دغو وروسته راغلل او د قيامت تر ورځې يې د هغوی پيروي وکړه وايي: اې زموږ پالونکيه! موږ ته بخښنه وکړه او زموږ هغه ديني وروڼو ته چې پر الله او د هغه پر رسول یې په ايمان راوړلو کې له موږ څخه مخکې شوي دي، او زموږ په زړونو کې له مؤمنانو څخه هيچاته کينه او حسد مه اچوه، اې زموږ ربه! بېشکه ته پرخپلو بندګانو مهربانه يې او پر هغوی رحم کوونکی یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ