سوره الحشر (راټولونه) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۱

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 11 ١١

ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي۔، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو۔ او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي (۱۱)

تفسیر
اې رسوله! هغو کسانو ته دې نه دي کتلي چې کفر يې پټ کړی او ايمان يې ښکاره کړی، په کفر کې يې خپلو هغو د تحريف شوي تورات پيروانو يهودو وروڼو ته وايي: په خپلو کورونو کې پاتې شئ، موږ مو هيڅکله نه پرېږدو او نه مو ورته تسليموو، که مسلمانان مو ترې وباسي موږ هرومرو ستاسو د ملاتړ له مخې درسره وځو، او هيڅوک به مو له تاسو سره له وتلو ايسار نه کړي، که هغوی درسره جنګ کوي موږ به مو هرومرو د هغوی خلاف مرسته کوو، او الله شاهدي ورکوي چې په رېښتيا منافقان درواغجن دي په هغه څه کې چې له يهودو سره د يوځای وتلو دعوا يې کړې کله چې هغوی اېستل کيږي، او له هغوی سره د جګړې کولو کله چې له هغوی سره جګړه کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ