سوره الحشر (راټولونه) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۳

لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ 13 ١٣

خامخا تاسو (اى مومنانو!) د دوى په سینو (زړونو) كې د وېرې په لحاظ له الله نه زیات سخت یئ۔، دغه (وېره) په دې سبب ده چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي (۱۳)

تفسیر
اې مؤمنانو! تاسو له الله څخه د منافقانو او يهودو په زړونو کې د وېرې له پلوه زيات سخت ياست، دغه ياد شوی - له تاسو څخه د هغوی سخته وېره او له الله څخه د وېرې کمزوري- له دې امله ده چې هغوی داسې قوم دی چې نه يې سر خلاصيږي او نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلای؛ نو هرومرو به پوه شوي وای چې الله زيات د دې وړ دی چې وېره او ډار ترې وشي، همغه ذات دی چې تاسو يې پر هغوی مسلط کړي ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ