سوره الحشر (راټولونه) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۴

لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ ۚ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ 14 ١٤

دوى به له تاسوسره ټول په ګډه جنګ ونه كړي مګر په كلابندو كلیو كې، یا د دیوالونو شا ته۔، د دوى په خپل مینځ كې جنګ ډېر سخت دى۔، ته به په دوى ګمان كوې چې سره یو (ملګري) دي، حال دا چې د دوى زړونه بېل بېل دي، دا په دې وجه چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې له عقل نه كار نه اخلي (۱۴)

تفسیر
اې مؤمنانو! يهود ټول يوځايي هم ستاسو سره نه شي جنګېدلای مګر په کلا بندو کليو کې او يا د دېوالونو تر شا، نو د هغوی تر څنګ هم ستاسو مقابله نه شي کولای، د هغوی خپل منځي جنګ ډېر سخت وي د هغوی د خپل منځي دښمنۍ له امله، ته به دا ګومان کوې چې هغوی سره يوه خوله او يو صف دي، او حقيقت دادی چې د هغوی زړونه بېل بېل دي، دغه اختلاف او دښمني له دې امله ده چې هغوی نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی؛ نو حق به يې پېژندلی وای، پيروي به يې کړې وای او په هغو کې به يې اختلاف نه وای کړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ